ښځینه کرکټ لوبډلې؛ انګلستان له نیوزیلېنډه بیا وګټله
د انګلستان او نیوزیلېنډ ښځينه کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اووره لوبو دوهمه لوبه چې تېره ورځ ناوخته ترسره شوه یو ځل بیا انګلستان ښځينه لوبډلې بريا خپله کړه.
لوبه د نیوزیلېنډ په توپ وهنې پیل شوه چې په ټاکلو شلو اوورونو کې دغې لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځېدو یې د ۱۲۴ منډو هدف وټاکه.
انګلېنډ ټاکل شوی هدف د لوبې په اتلسم اوور کې د څلورو لوبغاړو په زیان پوره او سيالې لوبډلې ته يې د شپږو وېکټو په توپير ستره ماتې ورکړه.
دوهمه لوبه هم انګلستان ګټلې وه.
انګلستان د دې لوبې په ګټلو سره د یادو لوبو لړۍ په خپل نوم کړ.
د دواړو لوبډلو ترمنځ به درېيمه او وروستۍ سیالۍ د مارچ میاشتې په اوومه نېټه ترسره شي.