کندهار کې د سولې جام په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې
په کندهار ولایت کې د سولې جام په نوم د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون رئیس نصیر رحماني نن شنبه(د کب ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیاليو کې د کندهار،هرات ،فراه او خوست ولایتونو څخه بېلابېلو لوبډلو ګډون کړی.
د ښاغلي رحماني په خبره له کندهار څخه اتفاق او ښاروالۍ له هرات څخه اټک انرژي، له فرا څخه ابومسلم او د کندهار سپین بولدک لوبډلو ګډون کړی.
نوموړي وویل چې دغه سیالۍ نن شنبه پیل او لس ورځې به دوام وکړي.