'خلیلزاد د افغان سولې بهیر کې د پاکستان پر دوامداره رول زور راوړی'
دا په داسې حال کې ده چې نوموړي په دا وروستیو کې په کابل کې ولسمشر اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېکن یو لیک هم ورسولی وو.
نوموړي اسلام اباد ته د خپل سفر پرمهال د پاکستاني پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د افغانستان لپاره د وزیر اعظم عمران ځانګړي استازي محمد صادق خان سره لیدلي دي.
د امریکا سفارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې خلیلزاد په افغان سولې بهیر کې د پاکستان پر دوامداره مهم رول زور راوړی چې دغه ډول افغانان سیاسي جوړجاړي او یوه هراړخیزه اوربند ته ورسېږي.
نوموړي ټینګار ښودلی چې امریکا به له خپلو اتحادیانو او د سیمې له هېوادونو سره مشورې کوي چې څنګه په ګډه سره د سولې بهیر مرسته کولای شو. زموږ خبریال طاهر خان د ځینو پاکستانیو سرچینو له خولې وایي، زلمي خلیلزاد دې کتنه کې په افغانستان کې د روغې جوړې لپاره د امریکا نوی پلان هم له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړی دی.