د امریکا کانګرس کرونا ویروس په اړه د مالي مرستې لایحه تصویب کړه
د دې لایحې تصویب به چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن لپاره یو ستر بری ګڼل کېږي، د دې سبب شي میلیونونه امریکايي کورنۍ د هر غړي پر سر ۱۴۰۰ ډالر ترلاسه کړي او دغه راز د کرونا ضد واکسین پرې وپیرل شي.
د راپورونو له مخې په استازو جرګه کې د جمهوریپال ګوند هېڅ استازي د دې لایحې مخالفت ونه کړ.
تر دې وړاندې سنا جرګې هم دا لایحه تصویب کړې وه.