د کانونو او پټرولیم وزارت: د کانونو استخراج زیربنایي خدماتو ته اړتیا لري
د دې وزارت ویاند عبدالقدیر متفي ازادي راډیو ته وویل، د کانونو استخراج او پروسس، د زیربنایي خدماتو شتون ته اړتیا لري ځکه باید د انرژۍ د خدماتو د تنظیم اداره باید دې کار ته لومړیتوب ورکړي.
د ښاغلي متفي په خبره، د کانونو او پټرولیم وزارت د ډبرو سکرو څخه د انرژۍ د تولید طرحه هم چمتو کړې چې د انرژۍ د خدماتو د تنظیم ادارې له همکاریو وروسته به یې پلي کړي.
په ورته وخت کې د انرژۍ د خدماتو د تنظیم ادارې عمومي رئیس ډاکټر داوود میرزایي ازادي راډیو ته وویل، د خپلې ادارې له اړخه د هر ډول همکاریو ژمنه ورکوي.