کابل کې د پاکستان سفیر: هند د افغانستان خاوره د پاکستان ضد کاروي
منصور احمد خان له ازادي راډیو سره په مرکه کې په دې اړه څرګندونې وکړې: "له بده مرغه هند د افغانستان له خاورې او ځینو عناصرو څخه پاکستان ته د ځینو ترورېستي ډلو په وسیله د ترورېستي فعالیتونو د وړلو لپاره کار اخلي."
نوې ډېلي او کابل له څو لسیزو راهیسې پر پاکستان پرلهپسې تورونه لګوي چې د افغانستان او هند د دولتونو مخالفو افراطي ډلو مرکزونو ته په خپل قلمرو کې ځای ورکوي او وسلهوال یې روزي.
خو پاکستان هم په وروستیو څو کلونو کې ورته تورونه لګولي او ویلي یې دي چې هند پاکستاني طالبان او بلوڅ بېلتونپال د افغانستان په خاوره کې روزي.