د اتل قول اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان په کندهار کې ووژل شو
د اتل قول اردو درستیزوال برید جنرال عبدالمتین حسنخېل رسنیو ته ویلي چې ډګروال ساپی تېره شپه له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو. ښاغلي حسنخېل په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړي.
د کندهار په پنجوایي، ارغنداب او ژېړۍ ولسوالیو کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې جګړه روانه ده.