ملګري ملتونه: لسګونه ملیونه انسانان به د سختې لوږې له خطر سره مخ شي
ګوترش دا خبره پرون د امنیت شورا د لوړې کچې غونډې ته وکړه، ویېویل چې له فوري اقدامه پرته به ملیونونه انسانان په لسګونو هېوادونو کې له سختې لوږې او مرګ سره مخامخ شي.
سرمنشي وویل، تر ۳۰ ملیونه ډېر خلک په څه باندې ۳۶ هېوادونو کې د لوږې د اعلان په درشل کې دي.
د ده په وینا، سره له دې چې تر ډېره جګړې د لوږې سبب دي، خو اقلیمي بدلون او د کرونا وبا هم ورسره مرسته کړې ده.
ساحل، د افریقا ښکر، جنوبي سوډان، یمن، او افغانستان د هغو هېوادونو په منځ کې دي چې د لوږې خطر پهکې تر ټولو زیات دی.