پاکستان بیا پر ټیکټاک بندیز ولګاوه
دې ادارې وروسته له دې پر ټیکټاک بندیز ولګاوه چې یوې محکمې امر وکړ چې دا اپ بېحیايي خپروي او باید منع شي.
د پاکستان د مخابراتو د تنظیم ادارې یا پي ټي اې پرون (پنجشنبه) وویل، ټیکټاک یې د پېښور د لوړې محکمې له حکم سره سم بند کړی دی.
د پېښور محکمې ویلي چې دا حکمیې د خلکو د عریضې پر اساس کړی دی.
د تېر کال په اکټوبر کې هم د پاکستان د مخابراتو د تنظیم ادارې ټیکټاک بند کړ، خو ۱۰ ورځې وروستهیې بېرته بندیز لیرې کړ.