کرونا؛ امریکا کې څه باندې ۱۰۵ میلیونه ډوزه واکسین خلکو ته ورکړل شوی
د دغه مرکز په وینا نژدې ۶۹ میلیونه امریکایانو ته د مودیرنا، فایزر او بیواین ټیک او جانس اېنډ جانسن واکسین تطبیق شوی دی.
په امریکا کې د واکسیناسیون له چټکتیا سره د کرونا ویروس مثبتې پېښې د پام وړ کمې شوي دي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې تر جولای پورې به ټول بالغ امریکایان د کرونا پر ضد واکسین شي.