زابل کې د 'توري' بند د جوړونې چارې چټکۍ شوي
دغه بند چې د زابل مرکز کلات ښار په څلور کیلومترۍ کې پروت دی، د جوړولو چارې یې دوه میاشتې مخکې پیل شوې دي.
د اوبو د تنظیم ملي ادارې ویاند خپلواک نظام ازادي راډیو ته وویل: "دغه بند د سېلابونو د کنټرول، د کرنیزو ځمکو خړوبولو، خلکو ته د کار پیدا کولو او تر ځمکې لاندې د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا په موخه جوړېږي. پر دغه بند ۹۲ ملیونه افغانۍ لګښت راځي چې ۸۷۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او ۱.۸ ملیونه متر مکعب اوبه ذخیره کوي."
د اوبو د تنظیم ملي اداره وايي دغه بند چې ۳۴ زره کورنۍ به ګټه ځینې اخلي، په زابل کې د اوبو د سطحې د لوړولو لپاره ډېر ګټور تمامېږي.