کابل ښار کې چاودنې ۱۵ کسان ټپيان کړل
د چارواکو په وینا نن مازدیګر مهال د دوهمې ناحیې اړوند د دهن باغ په سیمه کې پر یوه کاسټر موټر یو مقناطیسي ماین وچاودېد چې له املهیې ۱۵ کسان ټپیان شول.
ټول ټپیان چې ملکي وګړي ښودل شوي، روغتون ته لېږدول شوي دي.
چا یا کومې ډلې تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت نهدی اخیستی.