حامد کرزی: د موقت حکومت مشري نه غواړم
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، غوره دا ده چې طالبان د اوسني افغان حکومت سره يو ځای شي، خو که هغوی دا نه خوښوي او سولې ته خطر پېښيږي نو د موقت حکومت په جوړولو کې ستونزه نشته.
د ازادي راډیو خبریالې ملالۍ بشير له حامد کرزي سره په دې ځانګړې مرکه کې د مسکو کنفرانس تر څنګ په ترکیه کې د راتلونکي کنفرانس، د مشارکتي او موقتي حکومت د ګونګسو او د طالبانو د دریځ په اړه خبرې کړي او د مرکې په سر کې يې پوښتنه کړې چې د مسکو کنفرانس څنګه ارزوي.
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: