اروپا کې د کرونا ویروس درېیمه څپه؛ جرمني نافذ شوی ټولبند نور هم تمدیدوي
جرمني د کرونا ویروس له کبله نافذ شوی ټولبند نور هم تمدیدوي، له دې سره جرمني وروستی اروپايي هېواد شو چې تازه محدودیتونه لګوي.
دا په داسې حال کې ده چې په اروپا کې د کرونا ویروس درېیمه څپه خپره شوې ده.
د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل او نور حکومتي چارواکي نن دوشنبه د کرونا وبا پر موضوع د بحث لپاره غونډه کوي.
د رسنیو راپورونه وايي د مېرکل د دفتر په یوه پرېکړهلیک کې د اپرېل میاشتې تر ۱۸مې په ملي سطحه د ټولبند د تمدید پېشنهاد شوی دی.
د پرېکړهلیک په مسوده کې اضافي محدودیتونه هم پېشنهاد شوي لکه د شپې ګرځبندیز، د ماشومانو او کارکوونکو د ټېسټ نهکېدو په صورت کې د ښوونځیو او د ماشومانو د څارنې د مرکزونو تړل کېدل.