کورنیو چارو وزارت: تېرو دو کلونو کې پر کمال خان بند ۳۵ ترهګریز بریدونه شوي
د دغه وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته په استول شوي بیان کې ویلي، د دغو بریدونو له کبله ۳۹ امنیتي ساتونکي وژل یا ټپيان شوي او ۲۸ نور د دوی په ټکو د طالبانو لهخوا اسیران شوي دي.
ارین دغهراز ادعا کړې چې پر دې بند ۹۸ بریدونه شنډ شوي او دغهراز هغه څلور کړۍ ماینونه هم کشف شوي چې د بند شاوخوا ځای پر ځای شوي وو.
تر اوسه وسلهوالو طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دغې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.