جرمني په افغانستان کې خپل پوځي حضور وغځاوه
جرمني په افغانستان کې خپل پوځي حضور تر ۲۰۲۲ کال پورې وغځاوه.
دا پرېکړه د مې له لومړۍ نېټې وروسته چې د امریکا او طالبانو د سولې د موافقې په اساس له افغانستانه د ټولو نړیوالو ځواکونو د وتلو مهلت دی په هېواد کې د جرمني ځواکونو پاتې کېدو ته لاره اواروي.
په افغانستان کې د جرمني پوځي مأموریت د مارچ په ۳۱مه پای ته رسېږي.
د جرمني پارلمان پرون پنجشنبه هغه لایحه تصویب کړه چې په افغانستان کې د شاوخوا ۱،۳۰۰ جرمني سرتېرو پاتې کېدل تأییدوي.
د افغانستان حکومت د جرمني د پرېکړې هرکلی کړی، خو طالبانو یې پر وړاندې کلک مخالفت څرګند کړی دی.