د امریکا ولسمشر: چین ته به اجازه ورنهکړم چې د نړۍ په لومړي قدرت بدل شي
د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې چې چین ته به اجازه ورنهکړي چې د نړۍ په لومړي قدرت بدل شي.
ښاغلي بایډن پرون د مارچ په ۲۵مه په خپله خبري غونډه کې وویل چې پر چین به د سوداګرۍ په څېر بېلابېلو برخو کې فشارونو ته دوام ورکړي، بایډن د چین ولسمشر د روسیې ولسمشر ته ورته شخصیت وباله.
ښاغلی بایډن زیاتوي: "ولسمشر شي جین پېنګ په خپل بدن کې حتی د ډیموکراسۍ یو کوچنی هډوکی هم نهلري، خو هوښیار سړی دی. دی د ولسمشر ولادیمیر پوتین په شان سړی دی چې فکر کوي استبداد د راتلونکې لپاره غوره لاره ده او داسې انګېري چې په دې پېچلې نړۍ کې ډیموکراسي کار نهشي کولای."
ښاغلي بایډن زیاته کړه چې د چین هدف دا دی چې د نړۍ مخکښ قدرت شي، خو د دې کار اجازه به ورنهکړل شي ځکه د ده په وینا متحده ایالات به ده د پاملرنې په نتیجه کې پرمختګ ته دوام ورکړي، خو بایډن په عین حال کې ټینګار وکړ چې هېواد یې له چین سره د تقابل په فکر کې نهدی.