هرات کې موټر بم برید څلور امنیتي سرتېري وژلي
د هرات چارواکي وایي په شینډنډ ولسوالۍ کې د تېرې شپې په موټر بم برید کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د هرات والي عبدالوحید قتالي نن رسنیو ته وویل چې دا چاودنه تېره شپه شوې وه او په خبرهیې دوی په دې برید کې کومه سیمه له لاسه نهده ورکړې.
د ښاغلي قتالي په خبره په دې چاودنه کې درې نور کسان ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې یوې امنیتي سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبلهیې نهغوښتل نومیې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې دا چاودنه د شینډنډ ولسوالۍ د ملي امنیت پر مدیریت شوې او په خبرهیې لسګونه کسانو تر چاودنې وروسته په سیمه کې مقاومت وکړ.
تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نهدی منلی.