کابل کې د پانکرېشن دوهمه دوره سیالۍ پیل شوې
په کابل کې د پانکرېشن دوهمه دوره غوره سیالۍ پیل شوې.
د پانکرېشن فدارسیون رئیس نور سیار نن پنجشنبه (د وري ۱۲مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه سیالۍ د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ په کابل کې پیل شوې.
د هغه په خبره، دغه سیالۍ د ځوانانو، تنکیو ځوانانو او لویانو ترمنځ چې په هغې کې مېرمنې هم شاملې دي د یوې ورځې لپاره دوام کوي.
نوموړی وايي، د دې سیالیو په پای کې د کابل غوره ټیم ته ۳۳ غوره لوبغاړي انتخابېږي.