کورنیو چارو وزارت هغه ۵ کسان نیولي چې پولیسو سره یې شخړه کړې
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، هغه پنځه کسان یې نیولي چې د کابل ښار دهبوري سیمه کې یې له پولیسو سره شخړه کړې ده.
دغه وزارت تېرماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل چې"پر پولیسو لاس پورته کول" جرم دی او مجرمینو ته به سزا ورکول کېږي.
وزارت د دغو کسانو هویت چې له پولیسو سره یې له زوره کار اخېستی نه دی څرګند کړی، خو ویلې یې دي، اوس "د زورواکۍ وخت پای ته رسیدلی دی."
په هغې ویډیو کې چې ټولنیزو رسنیو ته راوتلې ښکاري چې په شخصي جامو کې څو کسان له پولیسو سره شخړه کوي او لږ تر لږه یو پولیس پر ځمکه څملوي او په سوکانو او لغتو یې وهي.