کرونا؛ افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۱ مثبتې پېښې ثبت شوي
په افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۸۱ مثبتې پېښې ثبت شوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند میروس عالیزي نن شنبه(د وري ۱۴مه) ازادي راډيو ته وویل، دغه موده کې د دې ویروس له امله هېڅ یو کس هم نه دی مړ شوی.
له دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۶ زره او ۶۷۶ ته رسېږي.
دغه ویروس تر دا مهاله په افغانستان کې شااوخوا ۲۵۰۰ کسان وژلي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تر دا مهاله شااوخوا ۷۱ زره کسان د دې ویروس لپاره واکسین شوي.