ټایوان د اورګاډي د ټکر پېښه کې پر وژلو شویو کسانو ویر کوي
ټایوان نن شنبه (د وري ۱۴مه) د اورګاډي د ټکر په پېښه کې د پنځوسو کسانو د مړینې ویر کوي.
ژغورونکو ډلو نن د دې مسافر وړونکي اورګاډي ډبې چې ډېرې زیانمنې شوې وې له هغه ټونل څخه راواېستلې چې دا پېښه په کې وشوه.
د دې پېښې د قربانیانو ارواوو ته د درناوي په خاطر د درې ورځني ماتم په ترڅ کې به دولتي بیرغونه په ټول ټایوان کې نیم ځوړند وي.
پېښه پرون د اپرېل په دوهمه نېټه هغه مهال وشوه چې اورګاډی په یوه تونل کې له یوه ټرک سره ولګېد او له پټلۍ واوښت.