د فاریاب خراسان فوټبال لوبډله د سرپل خدیم سره سیالي لري
د افغانستان د فوټبال لیګ د دوهم پړاو په ترڅ کې نن شنبه (د وري ۱۴مه) د فاریاب خراسان د سرپل اېف سي خدیم له لوبډلې سره مسابقه کوي.
دا لوبه په مزارشریف کې ده.
د دې لوبو په ترڅ کې پرون د تخار موج ساحل لوبډلې د فاریاب خراسان ته درې د دوو په وړاندې ماتې ورکړه.
د دې لوبو لومړۍ پړاو تر دې مخکې په کابل کې و او ټاکل شوې ده چې درېیم پړاو یې د وري په اتلسمه په هرات کې ترسره شي.