وزیرستاني کډوال: د خوست ګلان کمپ کې یو نیم زر زده کوونکي بې برخلیکه پاتېږي
د خوست ولایت په ګلان کمپ کې د مېشتو وزیرستانیو کډوالو ماشومان، زده کوونکي او ښوونکي له افغان حکومت او د کډوالو برخه کې له مرستندویه ملي او نړیوالو بنسټونو غواړي چې دې کمپ کې ماشومانو ته د زده کړو د دوام زمینه برابره کړي.
دوی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ناروې د کډوالو شورا یا NRC وزیرستانیو کډوالو لپاره خپل تعلیمي پروګرام د مارچ په ۳۱مه پای ته ورساوه چې له کبله يې تر پنځم ټولګي پورې د دوی نجونې او هلکان له زده کړو پاتې شوي دي.
یادې موسسې له ۷ کلونو راهیسې د ګلان کمپ په ۵ بېلابېلو ځایونو کې وزیرستانیو نجونو او هلکانو ته ښوونځي جوړ کړي وو.
د شنبې(د وري ۱۴مه) په ورځ د زده کوونکو د کلنیو پایلو د اعلان په پار هغه غونډه چې په خپله وزیرستانیو کډوالو رابللې وه، په ګلان کمپ کې د NRC د ښوونځي سرښوونکی عبدالله وزیرستاني ازادي راډیو ته وویل، د ناروې د کډوالو شورا د ۵۸ ټولګیو لپاره لس ښځينه ښوونکې او ۴۸ نارینه ښوونکي ګمارلي وو چې د مارچ په ۳۱ مه يې قرارداد ختم شو.
دی وايي: "ان،ار،سي په نوم یوې موسسې موږ سره ۷کاله خدمت وکړ، خو د مارچ په ۳۱مه يې قرارداد ختم شو، زموږ سره له اول تر پنځم ټولګي پورې زده کوونکي دي چې کوم لوړ صنفونه دي له ۶ تر ۱۲ پورې دا موږ قبایلو لېسې ته ورکوو، یا موږ ته په کمپ کې یوه لیسه جوړه شوې هغې ته يې ورکوو، خو تر پنځم ټولګي پورې چې کوم یو نیم زر زده کوونکي دي، هغه بې برخلیکه پاتې کېږي."
زده کوونکي انصاف الله غونډې ته په خپلو خبرو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنري او نورو مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې دوی ته دې د تعلیم د دوام زمینه برابره کړي.
ده وویل، که د دوی ښوونځي وتړل شي، نو دا یو نیم زر نجونې او هلکان چې عملاً په زده کړو بوخت وو، له تعلیمه به پاتې شي.
د سراج په نوم یو بل کډوال زده کوونکي هم د دوی د ښوونځیو د بېرته پرانېستو هیله وکړه او له حکومت يې وغوښتل چې د پخوا په شان دې دوی ته کتابونه همداشان نور ښوونیز توکي او ښوونکو ته تنخواوې ورکړل شي.
په ګلان کمپ کې وزیرستانیو کډوالو مشران هم وايي، که د دوی ماشومانو ته د زده کړو د دوام زمینه برابره نه شي، نو د دوی راتلونکی به زیانمن شي.
ملک جمشید مسید وویل: "موږ سره په پنځو موقعیتونو کې ۱۵ سوه نجونې او هلکان سبق وايي او دا له کله چې د ناروې د کډوالو شورا NRCقرارداد ختم شو، نو دا ټول بې برخلیکه پاتې شول، موږ په خاص ډول له افغان دولته، یو.اېن اېچ، سي ار او نورو موسساتو څخه غواړو چې دا زده کوونکي دې بې برخلیکه نه پریږدي، ځکه چې د دوی مستقبل ضایع کېږي."
یاده دې وي، د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د ضرب عضب د عملیاتو له کبله لکونه کورنۍ بې ځایه شوې چې یوه برخه يې خوست او پکتیکا ته هم واوښتې.
که څه هم د وزیرستانیو کډوالو یو شمېر کورنۍ په څو پړاونو کې بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوي، خو لا هم په خوست کې د دوی شااوخوا ۸ زره کورنۍ پاتې دي.