وزیرستاني ماشومان وايي، د دوی ښوونځي دې نه تړل کېږي
دوی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د ناروې د کډوالو شورا یا NRC وزیرستانیو کډوالو لپاره خپل تعلیمي پروګرام د مارچ په ۳۱مه پای ته ورساوه، چې له کبله يې تر پنځم ټولګي پورې د دوی نجونې او هلکان له زده کړو پاتې شوي دي.