د "امنيتي وجوهاتو له کبله" کابل ته د پاکستان پارليمان پلاوي سفر وځنډيد
د پاکستان پارليماني پلاوي کابل ته هغه سفر ځنډیدلی دی چې د اپرېل د اتمې لپاره پلان شوی وو.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د اپرېل پر اتمه، په ټوېټر پاڼه ليکلي چې د قامي اسمبلي سپيکر اسد قيصر په مشرۍ د ۱۶ کيسزه پارليمانی پلاوي الوتکې ته په کابل کې پر هواييمېدان د امنيتي وجوهاتو له کبله د کښېناستو اجازه ورنه کړل شوه.
هغه زياته کړه چې د دې سفر لپاره به نوې نېټه به د دواړو خوا تر سلا وروسته ټاکل کېږي. د پاکستاني پلاوي مشر او د قامي اسمبلۍ سپېکر اسد قېصر هم پر ټويټر ليکلي چې د امنيتيوجوهاتو له کبله د کابل هواييمېدان بند وو نو ځکه یې سفر وځنډيد. خو هغه په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړی.
افغان چارواکو هم تر اوسه پورې دا نه دې ويليچې الوتکې ته ولې په کابل پر حامد کرزي نړيوال مېدان د کوزېدو اجازه نه ده ورکړل شوې او دا چې امنيتيمسايل څه وو.
د پاکستان پارليماني پلاوي د افغانستان ولسي جرګې په رسمي بلنه د کابل سفر کاوه. تر دې مخکې د دې جرګې مشر میر رحمن رحماني په مشرۍ د افغان پارليمان استازو پاکستان ته سفرونه کړي ول.
د اپرېل په ۷مه د افغانستان بهرنيوو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د پاکستان سفیر منصور علي خان سره ملاقات کړی وو. د بهرنيوو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلې چې دواړو د تجارت، امنيت، د سولې په بهیر او نورو اړيکو خبرې وکړي.