څېړنه: امریکا کې د فیسبوک لیدونکي کم شوي
د پیو نظرپوښتونکې موسسې د تازه څېړنې پر اساس د امریکا په متحدو ایالاتونو کې د فیسبوک لیدونکي کم شوي دي.
د پیو موسسې په نظرپوښتنه کې چې د اپریل په لومړیو کې یې کړې، ښودل شوي چې په امریکا کې په سلو کې ۶۷ فسبوک او په سلو کې ۷۲ یوه بله ټولنیزه شبکه ګوري.
د دې نظرپوښتنې له مخې، که څه هم د فسبوک لیدونکي د پام وړ کم شوي نه دي، خو د فسبوک پر وړاندې د ټېک ټاک په شان ځینې نورې سیالې ټولنیزې شبکې پیدا شوي دي.
د فسبوک په سلو کې ۷۰ کاروونکي وايي، د ورځې یو وار او کابو ۴۹ سلنه نور وايي چې د ورځې څو واري دا شبکه ګوري.
په دې نظرپوښتنه کې ویل شوي چې په امریکا کې نژدې ۸۱ سلنه خلک له یوټیوبه کار اخلي.