سولې ته د رسېدو لپاره د سولې د ولسي حرکت ۴ مهمې سپارښتنې!
د استانبول د غونډې په درشل کې د سولې د ولسي حرکت د اته ويشت ولایتونو مسؤلينو په کابل کې د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې سولې ته د رسېدو لپاره څلور مهمې سپارښتنې وړاندې کړې.
د غونډې برخه والو په یوه خوله ټینګار وکړ چې د سولې د خبرو د بریالتوب لپاره ضروري ده چې لومړی اوربند وشي.
د دې حرکت د پکتیا د څانګې مسؤل احمد شاه بهار وویل: "د سولې په پروسه کې تر ټولو لومړني او اساسي پړاو د سولې د منازعې په مدیریت کې دغه دی چې لومړی اوربند وشي او وروسته خبرې اترې پیل شي. ځکه د جګړو په وخت کې چې کله جګړې شدت ومومي خبرې اترې نه دا چې نتیجه نه ورکوي بلکې امکان هم نه لري."
د سولې په ټوله پروسه کې ولس ته ونډه ورکول، د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د باصلاحیته پلاوو ترمنځ د خبرو مخ ته وړل او د سولې په اړه یو هر اړخیز جوړ جاړي ته تر رسېدو مخکې د جګړې هېڅ یوه لوري ته امتیاز نه ورکول د دې حرکت د غړیو د غونډې نور مهم ټکي وو.