هرات کې د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې
په هرات ولایت کې نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.
د بدني روزنې ریاست وايي، دغو سیالیو کې د هرات ښار له ۱۲ کلپونو ۵۰ ورزشکارانو ګډون کړی و چې په دوو اماتور او پروفیشنل سبکونو کې په بېلابېلو وزنونو کې سیالۍ وکړې.
د دغه ریاست چارواکي وايي چې د سوک وهنې له دغو سیالیو یې هدف د ولایت منتخبې لوبډلې لپاره د غوره څېرو پېژندل دي.