افغانستان کې د يوې کيلۍ موټرو پر ګرځولو بنديز ولګېد
د افغانستان ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې د وري (حمل) له میاشتې وروسته د يوې کيلۍ موټرو پر ګرځولو بنديز ولګېد.
د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دا پرېکړه تېره ورځ د دغې شورا په امنیتي ناسته کې وشوه.
اعلامیه زیاتوي، د ماليې وزارت له لوري د وضع شوي طرزالعمل له مخې به د وري د مياشتې تر تېرېدو وروسته د دغو موټرو ګرځول قانوني اجازه و نه لري.
په ناسته کې ټینګار شوی چې نور به افغانستان کې د يوکیلي موټرو د هر ډول وارداتو په هکله جدي څارنه کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې حکومت اعلان وکړ، یو کیلي موټرو ته به اسناد ورکوي، د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې له دې فرصته په استفاده زرګونه یو کیلي موټرو ته اسناد ویشل شوي دي.
په دې سره موټر پلورنکي وايي چې یو کیلي موټرو ته د اسنادو د ویش په پیل سره د موټرو په قیمت کې هم د پام وړکموالی راغلی او ډېرو دوی په دې کار کې تاوانونه کړي دي.