د اچین او سپین غر اوسېدونکي: د رغونې چارو کې عملي اقدامات غواړو، نه خیالي پروژې
د ننګرهار د اچین او سپین غر ولسوالیو اوسېدونکي وایي، په تېره شااوخوا یوه نیمه لسیزه جنګ جګړو کې ورته د سر او مال ګڼ زیانونه اوښتي، خو په مقابل کې یې ورته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
د دغو ولسوالیو یو شمېر قومي مشران وایي، په سیمه کې یې هېڅ ډول رغنیزې چارې نه دي ترسره شوي.
د اچین یو قومي مشر ملک سیدحکیم حقیار وایي، حکومت یې په ولسوالۍ کې د ۱۳ جوماتونو د جوړولو خبره کړې، خو په خبره یې، نه پوهېږي چې دغه جوماتونه چېرته جوړ شوي؟: "خیالي پولیس، خیالي اشپزان او داسې نور خلک مو خیالي لیدلي وو خو نه پوهېږو چې دوی دا په کوم جرئت سره وایي چې موږ په اچین کې ۱۳ جوماتونه جوړ کړي، د دې جوماتونو صفایي درنه غواړو."
د همدې سیمې یو بل قومي مخور محمد صادق بیا د ځينو پروژو یادونه کوي چې مربوطه مسؤلین یې د تطبیق کېدو راپورونه ورکړي، خو د ده په خبره، هېڅ کار نه دی شوی: "وايي د جنجالې د سیمې یوه ویاله یې جوړه کړې، تېږه لا نه ده اېښودل شوې،همداراز د سور کمر د ویالې د جوړېدو خبره هم شوې دا هم نه ده جوړه شوې، د تنګي د استنادي دېوال پر پروژې هم کار نه دی شوی."
روغتیا، معارف، سړکونه او جوماتونه هغه څه دي چې د اچین او سپین غر ولسوالیو اوسېدونکي په دې پرخو کې د جدي او رښتینو اقداماتو غوښتنه کوي.
د اچین او سپین غر ولسوالیو د اوسېدونکو په باور، دغلته د ۴۷ ښوونځيو له ودانیو یوازې دوه جوړې او نورې ټولې د جنګونو له کبله ویجاړې شوي چې باید ورغول شوي.
اچین او سپین غر د ننګرهار جنوب ته د سپین غر پر لمنو کې پرتې ولسوالۍ دي چې په تېره شااوخوا یوه نیمه لسیزه کې په کې د افغان حکومت، وسله والو طالبانو او داعش ډلې د جنګونو له امله ډېری کورونه ویجاړ او خلک یې له سیمو کډوالۍ ته اړ شوي دي.
دغلته چې اوس نسبي امن راغلی اوسیدونکي یې وايي، د رغونې او پراختیا په چارو کې د حکومت د عملي اقداماتو غوښتونکي دي، نه د خیالي پروژو.
د ننګرهار د ولسي تړون د ملي پروګرام ولایتي مسؤل محمد اسماعیل ظریفي وایي، د دوی په پروژو کې هېڅ یو خیالي جومات نشته او په خبره یې، ادرسونه یې معلوم او ۸۰ سلنه کارونه یې شوي دي.
دی وايي: "زموږ په دغو مساجدو کې به یو هم خیالي نه وي، ټول ادرسونه یې معلوم دي، کاري پېشرفت یې معلوم دی، دغه موضوع موږ هر وخت د حج او اوقافو له رئیس سره په همغږۍ باندې مخکې وړي."
خو د ننګرهار والي ضاءالحق امرخېل د ولسونو دغه اندېښنې او نیوکې پرځای بولي او زیاتوي، دې برخو کې به جدي څېړنې او په همدې روان کال کې به ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.
نوموړی وايي: "تعهد مې دا دی چې یوه-یوه پروژه چې ولسونه پرې نیوکه لري، بررسي کېږي به او نتیجه به یې بېرته د اچین او سپین غر ولسونو سره شریک کېږي، هېڅ خیالي مکتب، هېڅ خیالي مسجد، هېڅ خیالي پلچک او هېڅ خیالي پروژه نه نظام ته او نه ولسونو ته د منلو وړ ده."
د ننګرهار د اچین او سپین غر ولسوالیو اوسېدونکي په داسې حال کې د ځينو خیالي پروژو خبره کوي چې تردې وړاندې د دغه ولایت د یو شمېر نورو ولسوالیو اوسېدونکو له ازادي راډيو سره په خپلو خبرو کې د تطبیق شوېو پروژو د کیفیت د خرابوالي له امله اندېښنې شریکې کړې وې.