برما کې پوځیانو لږ تر لږه ۸۰ تنه وژلي
په میانمار یا پخوانۍ برما کې پر ډموکراسۍ پلوه مظاهره چیانو د وروستیو فشارونو په نتیجه کې د امنیتي ځواکونو له خوا تر ۸۰ زیات کسان وژل شوي دي.
د جنوب ختیځې اسیا دغه هېواد، د فبرورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې تر پوځي کودتا وروسته له کړکېچ سره لاس او ګرېوان دی.
د کودتا په نتیجه کې ملکي رهبره انګ سان سوچي له واکه لیرې کړای شوه او دا کار په ملي سطحه د تاوتریخوالي سبب شو.
راپورونه وايي، په تازه وینه تویېدنه کې، امنیتي ځواکونو په باګو ښار کې چې یانګون ښار ته څېرمه پروت دی، پر مظاهره چیانو ډزې کړې دي.
په راپورونو کې ویل شوي، دغه تازه پېښې تېره جمعه شوي، خو د مرګ ژوبلې ارقام پرون شنبه خپاره شول.
ویل شوي چې پوځ مړي د لاریو په مرسته انتقالول او ګومان کېږي چې د وژل شوېو شمېر ښايي تر دې زیات وي.
له سیاسي بندیانو سره د مرستې انجمن چې یوه محلي څارونکې ډله ده ویلي، پر قدرت د پوځ له خوا د ولکې له ټینګولو وروسته امنیتي ځواکونو په ټوله کې لږ تر لږه ۷۰۱ کسان وژلي دي.
مظاهره چیان په زیاتو ښارونو او ښارګوټو کې په سوله ییز ډول په مظاهره لاس پورې کوي.
خو د امنیتي ځواکونو ځپونکي اقدامات د دې سبب شوي چې ځینې مظاهره چیان وسله وال شي، دوی له ښکاري وسلو او په کور کې له جوړو شویو اورشیندونکو بمونو کار اخلي.
په عین حال کې دغې وینې تویېدنې او بې ثباتۍ په میانمار کې پر نږدې شلو قومي وسله والو ډلو اغېز کړی دی.
دغه ډلې د میانمار پر ځینو سیمو، په ځانګړي ډول پر سرحدي سیمو کنټرول لري او له څو لسیزو راهیسې یې په وار- وار د پوځ پر خلاف جګړې کړي دي.
په تېرو اوونیو کې، د دغو قومي وسله والو ډلو څو غړو د میانمار د پوځ او پولیسو پر خلاف خپلې حملې شدیدې کړي دي.
تېره میاشت، د میانمار په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان استازي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې میانمار په یوه ناکام دولت د بدلېدو په حال کې دی او دغه هېواد کې د پوځ له خوا د ځپونکو اقداماتو له زیاتېدو سره جوخت د کورنۍ جګړې د پیل احتمال هم تر سترګو کېږي.
د فبرورۍ میاشتې پوځي کودتا په میانمار یا پخوانۍ برما کې د ډیموکراسۍ د یوې لسیزې تجربه ختمه کړه.
د میانمار پوځي مشران وايي چې د تېرکال د نوومبر میاشتې پارلماني ټاکنې له درغلیو ډکې وې.
په هغو ټاکنو کې د پخوانۍ ملکي رهبرې انګ سان سوچي په مشرۍ ګوند، په زیات توپیر ګټونکی شوی و.