د قرغزستان خلکو د اساسي قانون تعدیل ته رایه ورکړه
په قرغزستان کې خلکو د ټولپوښتنې له لارې د اساسي قانون تعدیل ته رایه ورکړه.
په دې اساس دوی د اوسني ولسمشر سادیر جباروف د واکونو له پراخېدو سره خپله موافقه وښوده.
د قرغزستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون اعلان وکړ چې د رایو ۹۰ فیصده شمېرل شوي او ښيي چې ۷۹ فیصده رأی ورکوونکو د اساسي قانون له تعدیله ملاتړ کړی دی.
د ټولپوښتنې د اعتبار لپاره د رایو په شرایطو د برابرو کسانو له ډلې باید لږترلږه ۳۰ فیصده خلکو رایه ورکړې وی. د ټاکنو کمېسیون ویلي د خلکو ګډون ۳۵ فیصده و.
د نوي اساسي قانون له مخې ولسمشر د دې واک پیدا کوي چې د پارلمان ۲۵ فیصده څوکۍ کمې کړي او هم د محکمو او څارنوالیو مشران وټاکي.
د نوي اساسي قانون له مخې به یوه نوي مشورتي اداره رامنځته کېږي چې مشري بهیې ولسمشر جباروف کوي. منتقدین وايي دا به د یوه موازي پارلمان حیثیت ولري چې د ولسمشر د واک دایره به لا پسې زیاته کړي.