اشرف غني او انتوني بلېنکن پر افغان سولې او استانبول غونډې خبرې وکړې
![اشرف غني او انتوني بلېنکن پر افغان سولې او استانبول غونډې خبرې وکړې](https://gdb.rferl.org/2e5c529d-f0eb-4b2e-ba56-7bfad4d4c2fb_w800_h450.jpeg)
د افغانستان ولسمشر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې پر پروسې او د استانبول پر غونډې خبرې وکړې.
ولسمشر اشرف غني پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې ننیې د متحده ایالاتو له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن سره د سولې د روان بهیر، په ترکیه کې د سولې د کېدونکو خبرو او همداراز د ده او د امریکا د ولسمشر جو بایډن د کېدونکو ټیلیفوني خبرو په اړه د نظر تبادله کړې ده.
د امریکا ولسمشر تر اوسه پورې د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د پاتې پوځیانو د ایستلو په اړه وروستۍ پرېکړه نهده کړې.