د ترکیې بهرنیو چارو وزارت: استانبول غونډه د اپرېل له ۲۴مې د مې تر ۴مې کېږي
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د استانبول غونډه به د اپرېل میاشتې پر ۲۴مه پیل شي. دغه وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ دغه غونډه به د مې میاشتې تر څلورمې نېټې دوام وکړي. تر دې مخکې په رسنیو کې ویل شوي و چې دغه غونډه ښايي د اپرېل میاشتې پر ۱۶مه پیل شي، خو طالبانو تېره دوشنبه وویل چې د اپرېل پر ۱۶مه په غونډه کې دوی ګډون نهشي کولای. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي، دغه هېواد یعنې ترکیه، د قطر دولت او د ملګرو ملتونو سازمان په عالي او ټولشموله ډول دا غونډه جوړوي. Читать дальше...