په اقلیمي چارو کې د امریکا ځانګړی استازی جان کري ن چین ته ځي
په اقلیمي چارو کې د امریکا ځانګړی استازی جان کري نن چهارشنبه (د وري ۲۵مه) چین ته ځي، څو د نړیوال اقلیمي بحران په اړه له چینایي مشرانو سره خبرې وکړي.
دا سفر داسې مهال کېږي چې تمه ده د امریکا ولسمشر جو بایډن به راتلونکې اوونۍ د اقلیم په اړه د یوې انلاین سرمشریزې کوربتوب وکړي.
دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې کړې ده.
دغه اعلامیه زیاتوي چې په دې ترڅ کې به په نوومبر کې د چاپیریال په اړه د ملګرو ملتونو د ۲۶مې غونډې پر چمتووالي هم بحث وشي.
جان کري وړاندې 'سي.اېن.اېن' خبري شبکې ته ویلي و چې د اقلیمې بحران سره د مبارزې برخه کې د چین همکاري یقیناً مهمه ده.
چین د پترولیم او سکرو د سوځولو له اړخه د نړۍ په سطح د کاربن ګاز تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی، امریکا په دې برخه کې په دوهم کتار کې راځي.