د سرپل د هنډبال لوبډلې کپټانه ووژل شوه
د سرپل د هنډبال لوبډلې کپټانه نوريه تابش وژل شوې، تابش د دغه ولايت په مرکز کې په خپل کور کې وژل شوې ده.
د سرپل د امنيه قوماندانۍ وياند نور اغا فيضي نن ازادي راډیو ته وویل چې نوريه تابش د هغې مخکېني مېړه وژلې ده.
دی وايي، دوی ته رسېدلي معلومات ښيي چې د نوريې مخکېنی مېړه د شپې د هغې کور ته ورغلی، ډزې يې کړي، نوريه او د هغې ورېندار يې وژلې او ورور او مور يې ژوبل دي.
فيضي وايي، د نوریې تابش مېړه تښتېدلی، خو پوليس پلټنې کوي.
د افغانستان د هنډبال فدراسیون هم دا خبر تأییدوي.
د افغانستان د ښځو هنډبال ملي لوبډلې مشره حمیرا وایي نوريه تابش دا مهال د سرپل ټیم کپټانه وه.