د روسیې د اپوزېسیون مشر روغتون ته لېږدول کېږي
ناوالنۍ له ۲۰ ورځو د ډوډۍ له خوړلو ډډه کړې ده.
د ولادیمیر سیمې لپاره د زندانونو د چارو فدرالي ادارې نن په یوه بیان کې وویل چې ۴۴ کلن ناوالنۍ به روغتون ته ولېږدول شي، خو دا یې نهدي ویلي چې کله به هغه لېږدوي.
تمه ده چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران هم نن په غونډه کې د ناوالنۍ د قضیې په اړه خبرې وکړي.
له زندانه د ناوالنۍ د خوشې کېدو لپاره پر کرملېن د مخ په زیاتېدونکو فشارونو په لړ کې د هغه پلویانو پراخې مظاهرې رابللې دي.
ناوالنۍ د جنوري له میاشتې راهیسې له کله چې له جرمني بېرته روسیې ته ستون شوی، نیول شوی او مسکو ته نږدې په یوه زندان کې ساتل کېږي.