ناسا: مریخ ته استول شوې هلیکوپټره به نن پر دې سیارې الوتنه وکړي
د انجینوټي په نوم دغه هلیکوپټره به چې ۱،۸ کیلوګرامه وزن لري، په شپږو ثانیو کې د مریخ له سطحې درې متره لوړه او له ۳۰ ثانیو پرواز وروسته بېرته راکوزه شي.
د ناسا چارواکو ویلي، دغه هلیکوپټر د علمي څېړنو له هدفونو سره مرسته نهکوي، بلکې یوازې یې ټکنالوژي ازمویل کېږي، خو چارواکي هیلهمن دي چې دغه هلیکوپټره به د راتلونکو الوتنو لپاره لاره پرانیزي او هغو ځایونو ته چې نورې ګرځنده وسیلې یا ربوټونه نهشي تللی، په سرعت په الوتنو سره د فضایي څېړنو په برخه کې یو انقلاب رامنځته کړي.