کرونا؛ د اسیا پراختیایي بانک، افغانستان سره ۵۰ میلیونه ډالره مرسته کوي
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، افغانستان به دغو مرستو ۶ میلیونه ډوزه خوندي او باکیفیته واکسین وپېري.
د اسیا پراختیايي بانک غړیو هېوادونو لپاره له کرونا سره د مبارزې په هدف ۹ میلیارده امریکايي ډالر ځانګړي کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د امریکا متحده ایالاتو هم له افغانستان سره د ۳۰۰ میلیونه ډالره ملکي مرستو اعلان کړی دی.