د سولې د ولسي حرکت کمپاین: دا چې بهرنیان وځي نو جګړه د څه لپاره؟
د سولې ولسي حرکت نن شنبه (د غويي ۴مه) د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې هغه کمپاین پیل کړ چې د فعالان په وینا، هدف یې د افغان وژنې د بندولو لپاره د غږ اوچتول دي.
د دې حرکت ویاند بسم الله وطندوست نن ازادي راډیو ته وویل، د دې کمپاین په ترڅ کې دوی د جګړې پر ښکېلو خواو غږ کوي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې جګړه بس کړي.
وطندوست زیاته کړه: "د سولې ولسي حرکت د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې نن تر دې سرلیک لاندې کمپاین او کنفرانسونه پیل کړل چې بهرنیان وځي نور جګړه د څه لپاره؟"
ښاغلی وطندوست وایي، دوی پر نړیوالو هم غږ کوي چې پر افغانانو تپل شوې جګړه پای ته ورسوي.
د سولې ولسي حرکت چې د څو هلمندي ځوانانو په نوښت پيل شوی او اوس یې لمن پراخه شوې، له دې وړاندې هم ورته غونډې او اعتراضونه کړي دي.