البانیا کې عمومي انتخابات کېږي
![البانیا کې عمومي انتخابات کېږي](https://gdb.rferl.org/ff1feb41-fe9b-41db-931b-f3c829ee37a3_cx0_cy0_cw99_w800_h450.jpg)
د البانیا وګړي نن یکشنبه (د غويي ۵مه) د دې هېواد په عمومي انتخاباتو کې خپلې رایې کاروي.
په دې انتخاباتو کې د کیڼ اړخي ګوند څخه صدراعظم ایدي راما، له مخالف رهبر سره چې د ډموکرات ګوند دی، سیالي کوي.
اټکل دا دی چې د راما سوسیالیست ګوند تر خپلو سیالانو مخکې دی.
د البانیا د پارلماني انتخاباتو نوماندانو ویلي چې د بریا صورت کې به د اروپایې ټولني د غړیتوب لپاره لار پرانېزي.