لامبو وهنه؛د افغانستان او ازبیکستان فدراسیونونو یوه هوکړه وکړه
![لامبو وهنه؛د افغانستان او ازبیکستان فدراسیونونو یوه هوکړه وکړه](https://gdb.rferl.org/D11E4B5E-8D11-4B58-9262-FA198B0572C0_w800_h450.jpg)
د افغانستان د لامبو وهنې فدارسیون وايي چې په ازبیکستان کې یې د دغه هېواد له فداسیون سره د همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.
د افغانستان د لامبو وهنې فدارسیون رئیس محمد قاسم حمیدي نن یکشنبه (د غويي ۵مه) ازادي راډیو ته وویل چې د دغه هوکړې له مخې به د ازبیکستان د لامبو وهنې فدراسیون افغان تنکیو او ځوانو لوبغاړو ته د ظرفیت لوړونې، تمریناتي کمپونو او دغه شان د نړیوالې لوبڅارنې کورسونه جوړ کړي.
ښاغلي حمیدي تمه ښه يي چې دا کورسونه به افغان لامبو وهونکو ته ډېر ګټور تمام شي.