زلمی الکو: سږکال په هلمند کې د زېرې کرکیله زیاته شي
د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس زلمی الکو وایي، په وروستیو کلونو کې د نورو با ارزښته نباتاتو ترڅنګ هلمند ولایت کې د زیرې کرنه هم دود شوې چې د زیرې کروندګر یې له کرکیلې او بازاره خوښ دي.
ښاغلی الکو وايي، د احصایي د شمېرو له مخې سږ کال د دغه ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو په شااوخوا ۴۵۱ هکټاره ځمکه کې زیره کرل شوې ده.
د هغه په خبره، له کرل شوېو ځمکو څخه به د اټکل له مخې څه باندې ۵۴۰ ټنه حاصل تر لاسه شي.
د دې ریاست د معلوماتو له مخې د هلمند زیره د کیفیت له پلوه غوره زیره بلل کېږي چې په کور دننه او بهر کې ښه نوم او بازار لري.