شمالي مقدونیا خلکو ته د کرونا واکسین د رسولو کمپاین پراخوي
د روغتیا نړیوال سازمان 'WHO' پرون اعلان وکړ چې د کرونا ضد د دوه ډوله چینايي واکسینونو په اړه خپله ارزونه به راتلونکې اوونۍ خپره کړي.
که دا دوه واکسینونونه تایید شي نو چین به له لویدیځه بهر یوازینی هېواد وي چې 'WHO' یې د واکسین ملاتړ کوي.
د روغتیا نړیوال سازمان تراوسه د فایزر، بیو اېن تیک، اسټرا زینیکا، جانسن اېنډ جانسن او مدرنا کمپنیو واکسینونه تایید کړي دي.