لويه څارنوالۍ: په پوځي برخه کې ۶۰۴ جنايي دوسيې وڅېړل شوې
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل، دا قضیې د تېر ۱۳۹۹ کال په وروستیو درېيو میاشتو کې څېړل شوې دي.
ښاغلی رسولي وايي: "دا ۶۰۴ قضیې په ټول افغانستان کې پېښې شوې، ثبت شوي او غور پرې شوی دی. په دې قضیو کې د قتل، غلا، اخلاقي جرمونو، مخدره موادو، ترافیکي جرمونو، اداري فساد او نورو مواردو په شان قضیې شاملې دي چې د افغانستان په قوانینو کې جرم ګڼل کېږي."
ده په دې اړه چې د دغو قضیو په تړاو څومره کسان نیول شوي او یا سزا ورکړل شوې، څه ونهویل.