ناټو: له افغانستان سره اوږدمهاله اړیکو ته ژمن یو
سټیفانو پونتېکورو پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې ناټو ائتلاف په افغانستان کې د اړیکو د نوي فصل په پرانیستو سره د "زړهورو افغان ځواکونو" ملاتړ ته ژمن دی.
ښاغلي پونتېکورو دا خبره وروسته له هغه پر ټويټر لیکلې چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب نن د ناټو له ملکي استازي سټيفانو پونتېکورو سره ولیدل.
د ملي امنیت شورا پر ټویټرپاڼه لیکلي چې دواړو لورو په دې کتنه کې د ناټو او افغانستان د خپلمنځي اړیکو ټينګولو پر لارو چارو خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د ناټو یوه لوړپوړي چارواکي فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې له افغانستانه د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت ځواکونو وتل د مې په لومړۍ نېټه پیل شوي دي.
د امریکا ولسمشر مخکې اعلان کړی چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر به د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې بشپړ کړي.