ویسا: دا کرغېړنه جګړه افغان وژنه ده
ویسا
ويسا ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې «دا کرغېړنه جګړه افغان وژنه ده» تر نوم لاندې مقاله خپره کړې.
د مقالې لیکونکی ليکي، د افغانستان د روانې بدمرغې جګړې غیر اسلامي او غیر انساني څېره ورځ تر بلې رابربنډېږي. د لوګر د پُل علم د جمعې ورځې چاودنه چې د ګڼ شمېر ملکي وګړو روژهماتی یې په وینو ولړه او دا د دې ادعا ښه ثبوت دی.
ليکوال وړاندې ليکلي، که ادعا کېږي چې چاودنه پر محلي پولیسو شوې، خو د ملکي خلکو تلفاتو ته په کتو ویلی شو چې دا یوه بدمرغه او غیر انساني جګړه ده چې هره ورځ له افغان ولس څخهیې پیاوړي بچیان او د قدر وړ انساني پانګې اخلي او بربادوي یې.
د سرمقالې ليکوال له طالبانو د روانې جګړې د مشروعيت په تړاو څو پوښتنې کړي، له هغې ورځې چې طالبانو له امریکایانو سره سوله وکړه او د خپلو افغان وروڼو او خویندو په وړاندې یې جګړه جاري وساتله، ثابتهیې کړه چې د افغان وژنې او دې کرغېړنې جګړې یو اړخ همدوی دي. دا څنګه جهاد بلل کېدای شي؟ دا څنګه د ازادۍ جګړه بلل کېدای شي چې د دوی په اصطلاح له کافر سره اوربند وي، مګر خپل مسلمان روژتي ورور او خور په بېرحمۍ سره ووژل شي او جګړهیې پر وړاندې جاري وساتل شي؟
د دې مطلب په پای کې ليکوال په ټينګار سره ليکلي چې هم دې حکومت او هم دې طالبان پوه شي چې دا جګړه ګټونکی نهلري.
هېواد
هېواد ورځپاڼې ليکلي چې اوربند او سوله د افغانانو ستره روا غوښتنه ده.
د دې ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکل شوي، افغانستان اسلامي هېواد دی، په دې هېواد کې له ۹۹ سلنې ډېر وګړي مسلمانان دي او د اسلامي اصولو پر بنسټ ژوند کوي، اسلامي شريعت د افغانانو د ژوند بنسټ جوړوي او اوس دا ولس د اسلام پر مهم رکن [روژه] بوخت دی، دلته بل هېڅ داسې استدلال نهشته چې دا ولس دې په بېلابېلو نومونو ووژل شي.
د مقالي ليکونکی ليکي، د افغان وژنې لپاره دا جګړه د پاکستان لهخوا پر مخ وړل کېږي او دا جګړه د پاکستاني چارواکو لهخوا رهبري کېږي، ملګري ملتونه بايد د دې تپل شوې جګړې د بندولو لپاره لاس په کار شي، ځکه دا نوره د زغملو جګړه نهده او افغانان له پاکستان سره په اړيکو کې جدي دي.
ليکوال وړاندې لیکي، د افغانستان د روانې جګړې چې په هغې کې ملکي کسان وژل کېږي ديني عالمانيې د مخنيوي په برخه کې مهم رول لري.
سرمقاله لیکونکي د علماوو هغه څرګندونو هرکلی کړی چې تېره پنجشنبه له جمهور رئيس غني سرهيې په ليدنه کې روانه جګړه د دين او شريعت له اړخه ناروا وبلله.
ارمان ملي
ارمان ملي ورځپاڼې بيا ليکلي په داسې کې چې د ترويکا ناسته کې د افغان سولې د تاوتريخوالي پر کمېدو او يو تلپاتي اوربند ټينګار شوی، خو د جمعې په ماښام د روژهماتي پر مهال د لوګر ولايت په مرکز کې موټر بم بريد ګڼ شمېر بېګناه انسان ووژل.
د مقالې ليکوال ليکي، که څه هم طالبانو په دې بريد کې لاس لرل رد کړي، خو افغان چارواکي دا کار د طالبانو بولي.
د سرمقالې د ليکونکي په باور که دا بريد هر چا کړی وي قربانیانیې څوک دي؟ ورځپاڼه د دې پوښتنې په ځواب لیکي، افغانان.
په مطلب کې وړاندې ليکل شوي چې د افغانستان خلک د افغان سولې په اړه د هرې جوړېدونکي ناستې هرکلی کوي، خو د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې ملکي کسان دې نور نهوژني.
ليکوال په پای کې د افغانستان په قضيه کې له اغېز لرونکو هېوادونو غوښتنه کوي چې د ملکي کسانو د خونديتوب په برخه کې دې طالبانو باندې فشار زياد کړي.