سرور دانش: طالبان نهشي کولای حکومت له ستونزو سره مخ کړي
ښاغلي دانش د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت وینا کې وویل، د خبریالانو په وړاندې موجوده ستونزو سره سره رسنۍ د افغانستان د حکومت یوه مهمه لاسته راوړنه ده.
ښاغلی دانش وايي: "باید پوه شو چې د بیان د ازادۍ په ځپلو او پر خبریالانو په حملو سره نه څوک د افغانستان حکومت ماتولی شي او نه هم د افغانستان د خلکو اراده کمزورې کولای شي."
ښاغلی دانش په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو او مدني ټولنې پر پیاوړي دریځ داسې مهال ټینګار کوي چې په دې وروستیو کې پر خبریالانو او د مدني ټولنې پر غړو هدفي او نورې حملې زیاتې شوي چې له املهیې یو شمېر خبریالانو په تېره بیا ښځینه خبریالانو خپل کارونه پرېښي دي.