فوټبال؛ نن شپه ریال مادرېد له چلسي لوبډلې سره سیالۍ ته وځي
تمه ده چې د اروپا د فوټبال جام دوهم فینالیست به نن معلوم شي.
د ریال مادرېد او چلسي د فوټبال لوبډلې د افغانستان پر وخت د شپې ۱۱ نیمې بجې په لندن کې لوبه پیلوي.
تېره اوونۍ دواړو لوبډلو لوبه یو-یو مساوي کړې وه.
مانچسټر سیټي تېره شپه د پاریس سنټ جرمن ټیم ته دوه د صفر په مقابل کې ماته ورکړه او د اروپا د فوټبال جام فاینل ته ووت.